په مقاومت او جهاد سوداګري تر کومه ؟
سرلوڅ مرادزی   سرلوڅ مرادزی

                د څو لسیزو راهیسې  افغانانو ته د مقاومت او جهاد نغارې او ډولونه په پلپسې ډول غږول کیږي او لوبه ورځ تر بلې نوې بڼه نیسي او تل توده ساتل کیږي . پوښتنه دا ده په کور دننه کوم ځواکونه نن هم د مقاومت او جهاد نارې ، سورې وهي او ترشا يي کومې موخې تعقیبوي ؟ ایا افغانان د مقاومت او جهاد پرته د ستونځو بله حللار نه ویني ؟ ایا مقاومت او جهاد د یوې دایمې نسخې پتوګه  په هر ډول شرایطو کې د افغانستان د ټولو دردونو دوا ده ؟

د مقاوت او جهاد کورني لوبغاړي دا  لوبه د افغانانو د ملي اړتیاوو لپاره ، مخې ته بیايي که دوی دا شرغوبل د سیمې او ځینو نړیوالو د ګټو لپاره جاري ساتلي ؟ او یا دا چې ددې لوبې مالي لګښت دوی له خپله جیبه ورکوي که ددې ډول مقاومت او جهاد لپاره د پردیو جاسوسي کړیو د پیسو بوجۍ راماتې دي ؟      

د مقاومت او جهاد د اعلان او دوام لپاره تر ټولو لومړی د افغانانو یوه ملي اجماع پکار ده . دا ملي اجماع باید د هېواد په کچه وي او د ټولو افغانانو استازیتوب وکړای شي . اجماع باید د هېواد ملي ګټې او غوښتنې په پام کې ونیسي او که مقاومت یا جهاد اعلاموي هغه باید د همدې ګټو او غوښتنو لپاره مرستندوی وي . اجماع باید په هېواد کې دننه او یا په استثنايي حالتونو کې د ملګرو ملتو پشان د نړیوالې ټولنې په ملاتړ بل ځای کې چې بې پرې او د افغانستان دوښمن او رقیب هېواد او ځای نه وي جوړه شي .

هغه جهاد چې په لمریز پنځوسمو کلونو کې د ارواښاد سردارمحمد داودخان د جمهوري نظام په وړاندې په اسلام اباد کې راپيل شو او د بېلا بېلو پړاوونو تر وهلو روسته يي سر تر نن پورې راورسید ، د بنسټ ډبره يي  نه د کومې افغاني ملي اجماع او نه د کومې قانوني نړیوالې ټولنې لخوا ایښودل شوې وه !

دا جهاد د افغانانو د ملي اجماع پرځای ای ایس ای اعلان کړ او په یوه دوښمن ملک کې اعلان شو . د دغه پردي جهاد منطقي پایله دا راوخته چې د افغانانو هېواد ویجاړ شو . افغانان ووژل شول ، سپک او ورک شول . افغانان د ښېرازۍ او سوکالۍ پرځای خوار ، اړ او کډوال شول . پر ځای يي اسلام اباد ودان شو او د پنجابیانو خېټې غټې او وپړسېدلې . پنجاب په سیمه کې پر ځواکمن او اتمي دولت بدل شو .

بلخوا هغه جهاد چې د ایران لخوا د اتو مذهبي توندلارو ډلو په روزلو او وسلوال کولو راپيل شو ، هغه هم د قم د مذهبي اندیښنو د پلیتابه لپاره په پام کې نیول شوی و ، هلته هم د افغانانو کومې ملي اجماع پریکړه نه وه کړي او جهاد د افغانستان د یوه تاریخي سیال او رقیب لخوا په لار واچول شو . دلته هم د افغانانو ښېګڼه په پام کې نه وه او د جهاد تر نوم لاندې باید افغانستان د ایران تر واک لاندې راغلی وای .

په ټوله کې ویل کېدای شي دا تنظیمونه د افغانستان د ملي اړتیاوو په بنسټ نه وو رامنځته شوی بلکې د سیمې استخباراتي کړیو په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره زیږولي وو . هغه جهاد هم چې ښکاره ددغو تنظیمونو په مټ مخې ته بيول کېده ، په پای کې د افغانستان د ملي ګټو او غوښتنو د پلي کولو لپاره په پام کې نه وونیول شوی بلکې د سیمې هېوادو د خپلو ګټو لپاره په لار اچولی وو .  

نن هم سختلارې مذهبي تنظیمونه چې  په کور دننه افغانستان کې کورټ کورټ نارې وهي او هګۍ پنجاب او ایران ته اچوي ، پنجاب او ایران کې د همغه اچول شوي بزغلي نیالګي دي .

جهاد ، غورځنګ ، ګوند ، تنظیم او دا ډول خوځښتونه او حرکتونه باید د هېواد ودانۍ او ولس د سوکالۍ لپاره وي . که د ولس تباهۍ او وطن د ویجاړۍ لپاره وکارول شي او په تېره بیا د پردیو پلاس جوړ شوي وي ، که هر څونه سپيڅلی نوم ولري دوه پيسې ارزښت نه لري .

یوازې د جهاد او مقاومت ښکلي نومونه بسیا نه کوي ، وګړي باید خپل عملي ژوند کې د دوی په لاس ترسره شوې ښېګڼې وویني او د دوی په ژمنو نه ، بلکې د دوی په کړیاوو قضاوت وکړي .

که افغانان اوس هم له تاریخ څخه  زده کړه نه کوي او پېښې لکه څنګه چې دي هسې نه بیانوي او د هغو له څرګندولو او پوهېدلو څخه څنګځن ځي ، بیا هم خپله ریښه په تیشه وهي او یوازې ځانته زیان رسوي !

نن هم خبره په همغه برید ده . هغوی چې د جهاد سندره نه سړوي که شا يي راوڅپړل شي لکۍ يي بل ځایته رسیږي . دوی د بل چا په ژبه غږیږي او د جهاد ترانې ورته نور په غوږ کې ږدي . د جهاد او مقاومت پیسې بل څوک ورکوي ، وسله او مرمۍ د بل چا دي ، یوازې د جهاد بولاله په دوی وايي .  

د جهاد په څنګ کې یو شمېر نور ځواکونه نن سبا د مقاومت په خبره ډېر شخوند وهي . دوی له مقاومت څخه خپل تفسیر لري . دلته له مقاومت خېلو څخه پوښتنه لرم : دا مقاومت او جهاد چې تېر ځل مو په روسانو پلورلی وو او نن يي بیا په هر چا د خرڅلاو لپاره سودا ته چمتو یاست ، په کومه ملي اجماع کې پرې پریکړه شوې ؟ که د داسې ملي اجماع پریکړه نه وي ایا دا مقاومت او جهاد ؛ د بغاوت ، اړودوړ او شرارت په مانا نه دی ؟

د یوې وړې سیمې چې اوس يي ولایت بولي ، څو تنه لنډه غر او ډاکوان کولای شي خپلو سیکټاریسي او ملي ضد هڅو ته د ملي مقاومت او جهاد نوم ورکړي ؟ دا مقاومت د څه لپاره ، خپل هېواد د پاشلو لپاره ! مقاومت د مرکزي حکومت د پیاوړتیا د مخنیوي لپاره ؟ مقاومت د ملي بېلتون او شرارت لپاره ؟

همدغه پېژندلي ډاکوان د مقاومت تر څنګ د جهاد له مارکیټ څخه هم لاس نه اخلي . دوی په دې اند دي د سیمې او نړیوالو سوداګرو سره د معاملې لپاره نن سبا د مقاومت او جهاد څخه پرته د خرڅلاو بله ګټوره متاع نشته . دوی چې د پنجاب په مدرسه کې شپې سبا کړي او جهاد يي د نصرالله بابر څخه په میراث وړی لکه پنجاب پشان دوه مخي او اسلام خرڅاوي دي . د جهاد او مقاومت پنوم د ولسونو تېرایستل او پلورل د دوی عادت شوی .

علت لاړ شي له سړي نه عادت نه ځي

خدای دې نه کاندې په بدچارې عادت څوک

رحمان بابا

همدارنګه د جهاد نور دلالان چې د واک واګي يي په لاس کې دي ، خپله هره ناکامي او رسوايي د جهاد تر چتر لاندې پټوي . په ځان هره نیوکه د جهاد او مقاومت سپکاوی ګڼي . جهاد او مقاومت د دوی لپاره ښه لاس پاک ګرځېدلی .

ترڅو چې د جهاد او مقاومت په نوم وګړي تېرایستل کېدای شي ، د جهاد دلالان به دا بازار تود ساتي. اوس يي وخت دی چې ولسونه د درواغجنو مجاهدینو او مقاومت خېلو په اصلې څېره او د دوی د غولوونکي او پردي جهاد په منځپانګه وپوهول شي .

د ۲۰۱۱ کال د جون دوهمه

       

          

 


June 3rd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات